شيراعظم وزير وايي د قبايلي سيمو ضم کېدو ګټه نه ده رسيدلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال مرکه اوونیزه خپرونه کې مو دا ځل په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پيپلز ګوند پارليماني مشر او پخوانی صوبايي وزير شير اعظم وزير مېلمه دی. نوموړی له بنو سره تعلق لري. شيراعظم وزير تر سياست مخکې د تخت بایي او نورو سيمو کې د مرستيال کميشنر په توګه هم کار کړی دی. شيراعظم وزير وايي، قبايلي سيمې په صوبه کې تر ضم کېدو وروسته هغه شان کارونه ونشول چې څنګه پکار وو. ده وويل په سيمه کې امنيت پرځای ساتل د حکومت ذمه واري ده. د خپروني کوربه ګل اياز دی.