د افغان نجونو پر لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز خلاف پېښور کې مظاهره

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو تر بندیز وروسته، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډريشن) غړيو او افغان زده کوونکو مظاهره وکړه. د دیسمبر په ۲۲مه دوی د احتجاج په وخت وويل چې د طالبانو دا پرېکړه به افغانستان له پرمختګه لیرې وساتي. طالبانو ويلي چې د ښځو د زده کړو او کار په اړه د يو شرعي چوکاټ په جوړولو کار کوي خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی کړی.