د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي بنديزونه غندلي

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوی طالب حکومت لا هم تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي محدودیتونه غندلي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن د نومبر پر ۱۱مه ناوخته مشال راډیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې "طالبانو یوځل بیا ثابته کړه چې بنیادي بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري."

نوموړې وویل، اوس دا روښانه ده چې طالبان غواړي تر کوم بریده وړاندې ولاړ شي او غواړي ډاډه شي چې د افغان ښځو او نجونو ژوند یې څومره بدمرغه کړی.

دې وویل: "دا وضعیت د یوې خپسې په څېر ډاروونکی شوی ځکه طالبان د خپلو پالیسیو د عملي‌کولو په دوام غواړي، د بشر بنیادي حقونو ته سپکاوی وکړي."

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي وو، له دې وروسته به ښځو ته اجازه نه وي چې پارکونو ته ولاړې شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

طالبانو تفریحي پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی

رویټرز خبري اژانس د مهاجر له خولې خبر ورکړی چې طالبانو هڅه وکړه چې په تېرو ۱۴- ۱۵ میاشتو کې د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ پر اساس پارکونو ته د ښځو د تلو شرایط برابر کړي. خو د ده په وینا، " له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه کړه او له بلې خوا نه ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ."

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې ټولې ښځې هم پخوا او هم اوس په پوره اسلامي حجاب کې په عمومي ځایونو کې ګرځي نو ځکه د دوی په وینا د طالبانو نوی فرمان ځان ته سپکاوی ګڼي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې ډېری ښځې نه غواړي چې خپل مخونه پټ کړي، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته اړې شوې دي چې خپل مخونه په طبي ماسکونو پټ وساتي.

دا هم وګورئ: د پاکستان مذهبي‌ ګوندونه د افغانو نجونو تړل شویو ښوونځیو ته څنګه ګوري؟


لوېدیځو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي خو طالبانو دا غوښتنې له پامه غورځولي دي.

طالبانو په تېرو نږدې ۱۵ میاشتو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیمه بې برخې کړې دي او په ټولو دفترونو کې یې د ښځو پر کار کولو محدودیت لګولی دی.

طالبان د دې تر څنګ ښځو او نجونو ته دا اجازه هم نه ورکوي چې یوازې له کورونو ووځي.

د لوېدیځ هېوادونه ټینګار کوي چې له طالبانو سره هر راز تعامل به په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته په درناوي پورې تړلی وي.

د دوی په وینا، هم دا لامل دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوی طالب حکومت لا هم تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.