جنيد اکبر وايي خيبر پښتونخوا کې د امن لپاره له ټولو ګوندونو سره خبرو کولو ته تيار دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په "مشال مرکه" کې د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی جنيد اکبر خان مېلمه دی. نوموړی د پاکستان تحريک انصاف ګوند مرکزي مرستيال جنرل سيکرتر دی او تعلق يې له ملاکنډ سره دی. جنيد اکبر وايي، په سوات او نورو سیمو کې پر عام ولس سربېره ولسي استازي هم د بدامني پرضد راوتي دي خو د امنيت ټينګ ساتلو ذمه واري د مرکزي حکومت ده. د ده په خبره په خيبر پښتونخوا کې امد ن لپاره هر سياسي ګوند سره کار کولو ته تيار دی.