رانا ثنا الله وايي حکومت او پوځ پر عمران خان برید کې لاس نه لري

د نومبر پر څلورمه د تحریک انصاف یوشمېر پلویانو په وزیراباد کې پر لاریون د ډزو غندنه وکړه.

د پاکستان وفاقي حکومت د تحریک انصاف هغه تورونه بې ځایه بللي چې ګواکې پر عمران خان په شوي برید کې د حکومت او پوځ چارواکي لاس لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثنا الله د نومبر پر درېیمه شپې ناوخته ویلي، د تحریک انصاف د مشرتابه دا تور په "کلکه ردوي" چې پر هغه شوی برید حکومتي او پوځي چارواکو کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان او سېنېټر فیصل جاوېد په ګډون ۱۳ کسان ژوبل شول. هغه ګوند وايي چې یو وسلوال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی.

یوشمېر پولیسان د نومبر پر درېیمه هغه کنټېنر ګوري چې پکې عمران خان سپور وو او ورباندې ډزې وشوې - د نومبر درېیمې انځور.

تحریک انصاف د نومبر پر څلورمه د جمعې تر لمانځه وروسته د مظاهرو اعلان کړی دی او تر پېښې وروسته هم د ګوند پلویانو په پېښور، مردان، نوښار، اسلام اباد، راولپېنډۍ، کراچۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې مظاهرې وکړې او د حکومت ضد نعرې یې ووهلې.

د تحریک انصاف عمومي سېکرټر اسد عمر د نومبر پر درېیمه د ګوند پر رسمي ټوېټر په ویډیويي بیان کې وویل چې عمران خان ورته ویلي دي چې ورباندې په برید کې درې کسان ککړ دي.

ده وویل، تر ژوبلېدو وروسته عمران خان دی او د ګوند بل مخکښ مشر "میا اسلم بېګ وروغوښتو او راته یې وویل چې زما له خوا دا بیان ورکړه چې وار له مخه مې معلومات لرل او زما باور دی چې پر ما په شوي برید کې [وزیراعظم] شهباز شریف، د [کورنیو چارو وفاقي وزیر] رانا ثنا الله او [د پوځ] مېجر جنرال فیصل لاس لري."

د پاکستان پوځ د عمر تر څرګندونو وروسته څه نه دي ویلي. خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د نومبر پر درېیمه ناوخته خبري غونډې ته وویل چې نه یوازې دا تور ردوي بلکې تر پلټنو وړاندې د "داسې بیان غندنه" هم کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل، په سیاست او په عام ژوند کې هم د هر ډول "تشدد مخالف" دي او غندي یې.

رانا ثنا الله وویل، حکومت د وزیراعظم په امر د پنجاب له حکومت څخه په سمدستي توګه د هغې پېښې په اړه رپورټ غوښتی دی. "وفاقي حکومت د پنجاب له حکومته دا غوښتنه هم کړې ده چې د دې پېښې د شفافو پلټنې لپاره دې په سمدستي توګه د لوړپوړو چارواکو په ګډون داسې ډله جوړه کړي چې په شریکه له لومړي سره د دې پېښې داسې پلټنې وکړي چې رڼې وي، د باور وړ وي چې ولس ته هر څه څرګند کړل شي."

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، په کار ده چې تر پلټنو وړاندې پر حکومت او ریاستي ادارو له تور لګولو ډډه وشي.

غبرګونونه

د پاکستان وفاقي حکومت یوشمېر نورو وزیرانو او د هېواد سیاستوالانو، خبریالانو او فعالانو د عمران خان د لاریون پر قافلې ډزې غندلې دي.

د مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف، د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او یوشمېر نورو سیاستوالانو پر عمران خان د ډزو غندنه کړې ده.

د پاکستان تر څنګ د نړۍ یوشمېر مشرانو هم د تحریک انصاف پر مشر عمران خان برید غندلی دی.

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې تاوتریخوالی په "سیاست، په هېڅ جمهوریت یا زموږ په ټولنه کې ځای نه لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم پر ټوېټر په یو بیان کې ویلي چې په سیاست کې د تشدد لپاره ځای نه شته او په کار ده چې ټولې خواوې سوله ییزې و اوسي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت هم پر ټوېټر په یو بیان کې پر عمران خان برید غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې ریاض د پاکستان د امنیت، کرارۍ او پرمختګ پر وړاندې د ټولو خطرونو په مقابل کې له هغه هېواد سره ولاړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوسمهال له ګوجراوالې سره نېږدې وزیراباد ته رسېدلی دی.

خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.