احمد شاه وايي د وسلوالو پرضد پاڅون کې ځوانان مهم کردار لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مشال مرکه خپرونه کې مو د سوات قامي جرګې ویاند احمد شاه مېلمه کړی دی چې په ۱۹۹۵ز کال کې یې یو ښوونځی پرانیستی وو او یو کالج هم چلوي. نوموړی د دې ترڅنګ مدني فعال هم دی او د سولې لپاره هلې ځلې کوي. شاه وايي، د سوات ولس د پخوا پرتله زیات بیدار دی او د وسلوالو ضد یو موټی دی. له نوموړي سره مو په خپرونه کې په سوات کې د ۲۰۰۷ز کال او اوسنیو حالاتو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.