عنايت الله: د سوات هنرمندان د طالب وسله والو بیا فعالیدنې اندېښمن کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د (هارون باچا هنري ګړۍ) خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکړی او وخت په وخت يې سندرې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې دي. عنايت الله وايي چې موسيقي يې د پاکستانيو استادانو ترڅنګ له امريکايي هنرمندانو هم زده کړې. دی البته په سوات کې د طالب وسله والو د بېرته فعاليت خبرو اندېښمن کړی او له حکومته غواړي چې د عامو خلکو سره سره د سيمې د هنرمندانو د ژوند د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي. د عنايت الله دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.