جمال داوړ وايي قبايلي ځوانان د پخوا پرتله زیات بیدار دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا ځل مو په مشال مرکه کې له شمالي وزيرستانه مدني فعال او سياستوال جمال داوړ مېلمه دي. نوموړی د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان مقامي مشر دي او په وروستيو کلونو کې یې په سيمه کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه کړي دي. جمال داوړ وايي، ناامنۍ د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي او په ځانګړې توګه، هدفي وژنو په خلکو کې وېره خپره کړې. دی وايي، د پخوا پرتله اوس خلک زيات بيداره دي او د خپلو اييني حقونو لپاره اواز پورته کوي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.