خیبر پښتونخوا کې د امنیت خرابېدونکی حالت او ولسي غبرګونونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د امنیت وضع خرابه شوې ده، په سوات ، باجوړ، مومندو او کوز دیر کې د امن لپاره لاریونونه، احتجاجي مظاهرې او جرګې شوې دي. احتجاجیان د امنیت ټینګښت او د هدفي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي. بل خوا حکومت وايي، په سیمه کې یې د امنیت لپاره هلې ځلې پیل کړي دي او له مظاهره چیانو سره هم مذاکرات کوي. په "کرښې پر غاړه" خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.