افريقايي هېوادونو کې وچکالۍ ميلينونو خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې ويلي چې سږ کال نهه ميلیونه خلک په افریقايي هېوادونو ایتوپیا، کینیا او صومالیا کې د خوړو له سختې کمۍ سره مخامخ شوي دي. دغه اداره وايي چې اقليمي بدلون د نورې نړۍ په شان افریقا هم اغېزمنه کړې او هلته څه باندې ۲۰ ميليونه نور خلک بيا د خوړو د کمښت پر لور روان دي.