هرنايي کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې د پېښې پرضد پرلت پیل شوی

په هرنايي کې د ولسي وګړیو د وژنې پرضد پرلت ورکړل شوی. د اګست ۱۴مې انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه هرنايي کې د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو کې د يو کس د وژنې او يوشمېر نورو د ټپي کېدو د پېښې پرضد پرلت پیل شوی دی.

په هرنايي کې د بلوچستان عوامي پارټۍ غړي ملک روح الله ترين د اګست پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د اګست ۱۳مې او ۱۴ ترمينځ شپې مهال نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې وروسته د دواړو غاړو ترمیځ نښته وشوه چې په نتيجه کې يې عام وګړي هم زخميان شول.

د ده په وینا، د اګست د ۱۴مه سهار ځايي اوسېدونکو د کوسټ (خوست) په سيمه کې د پوځي کلا مخې ته د پېښې پرضد احتجاج کاوه چې د ده په ادعا امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې.

د ده په خبره، ځینو احتجاجیانو پر پوځي کلا کاڼې هم وویشتل.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان جنرل سېکرټر محبت کاکا چې تر پېښې وروسته له کوټې څخه کوسټ ته رسېدلی، له هغه ځای څخه د اګست پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يې د ګوند غړی خالقداد بابړ او ځينې نور کسان زخميان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ګوند يې د دې پېښې پرضد د اګست پر ۱۵مه د بلوچستان په ټولو ضلعو کې د مظاهرو اعلان کړی دی.

د عوامي نیشنل ګوند د هرنايي مشر ولي داد مشال رېډیو ته وويل چې ترڅو د پېښې د پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ نه شي تر هغو پورې به دوی احتجاج ته دوام ورکوي.

ځايي خبريال نواب خان د اګست پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وويل چې په کوسټ کې پرلتوالو د وژل شوي ځوان مړی خاورو ته له سپارلو انکار کړی او مړی يې د پرلت په ځای کې اېښی دی.

د ده په وينا، احتجایانو له د کوټې او هرنايي ترمينځ سړک هم تړلی دی.

د پاکستان پوځ او صوبايي حکومت د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د احتجاجيانو د وژنې په اړه لا څه نه دي ويلي.

موږ په دې اړه د حکومتي دريځ معلوملو لپاره له هرنايي څخه د صوبايي اسمبلۍ له غړي او صوبايي وزیر نور محمد دومړ سره د اګست پر ۱۴مه ماښام مهال د ټېلېفون له لارې د رابطې کوشش وکړ خو هغه ځواب و نه وايه. د دې ترڅنګ مو د هرنايي له ډپټي کمېشنر شفيق ترين سره هم د تماس نيولو هڅې بریالۍ نه شوې.

البته د پاکستان پوځ ویلي دي چې وسله والو د اګست پر ۱۳مه شپې ناوخته د هرنايي په کوسټ (خوست) سیمه کې د ځواکونو پر پوستې برید کړی وو.

د هرنايي د ډزو د پېښې زخمي د کوټې په هسپتال کې تر درملنې لاندې دی. داګست ۱۴مې انځور

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۴مه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید شنډ کړ.

په بیان کې راغلي، وسله وال تر حملې وروسته "نېږدې غرونو ته وتښتېدل" او چې ځواکونو یې د "محاصره کولو" هڅه کوله نو په ډزو کې دوه سرتېري قیوم جاوېد او محمد عاطف ووژل شول.

بیان زیاتوي چې د دواړو خواوو ترمینځ په ډزو کې د پوځ یو افسر مېجر عمر ژوبل شوی دی.

خو د بلوچستان اعلاوزير پر پوځي پوسته وسله وال بريد غندلی دی. نوموړي د اګست پر ۱۴مې بیان کې ويلي چې د ده په وينا "ترهګرو" يو ځل بیا په نيمه شپه بريد کړی چې دا د غندنې وړ دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په کوسټ سیمه کې پر پوستې کومې ډلې حمله کړې وه او چا یې ذمه واري هم نه ده منلې.