"د ملک د ازادۍ ورځ زموږ د غم ورځ شوه"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم په برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژل شوي ول چې ورڅخه یې شپږ ماشومان او اووه ښځې وې. د هغې کورنۍ مشر فرمان خان وايي، تر اوسه په برید کې ککړ کسان نه دي نیول شوي. دی وايي، د هېواد د خپلواکۍ پر ورځ ورباندې غم راغی او لا هم د انصاف په انتظار دی. په کراچۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی او په حمله کې ککړ کسان هرومرو نیسي. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. ویډیويي رپورټ.