عبدالرحيم اېډوکېټ وايي په عدليه کې اصلاحات اړين دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا ځل په "مشال مرکه" کې د پاکستان سپريم کورټ وکيل عبدالرحيم وزير مېلمه دی. نوموړی له جنوبي وزيرستان سره تعلق لري او د پاکستان د وکيلانو اتحاديي غړی هم دی. هغه له ۲۰۰۸ز کال راهيسي وکالت کوي. عبدالرحيم وزير اېډوکېټ وايي چې په پاکستان کې په تېرو وختونو کې پر عدليي نيوکې شوې او له ډيرې مودي راهيسي د عدليې د اصلاحاتو خبرې هم کېږي. نوموړي زياته کړه چې دا يوه ښه موقع ده چې په عدليه کې د ايين مطابق اصلاحات وشي. د خپروني کوربه ګل اياز دی.