د الظواهري وژنې د طالبانو له القاعدې سره د اړيکو شلولو ادعا له پوښتنو سره مخ کړې

ښي اړخ ته د طالبانو مشر مولانا هبت الله او کېڼ اړخ ته د القاعده وژل شوی مشر ايمن الظواهري.

داسې مهال چې طالبانو په تېر نږدې یو کال کې په بیا بیا دا خبره کړې، چې له القاعده شبکې سره یې اړیکې پرې کړي، خو په کابل کې د ایمن الظواهري وژنې، د دوی دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راويستې ده.

ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل راپور کې ويلی ول چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري له طالبانو سره نېږدې او پیاوړې اړیکې لري، خو طالبانو دا خبره رد کړې وه.

تر دې چې د جولای ۳۱مې نيټې یوې بې‌پیلوټه الوتکې الظواهري د کابل د وزیر اکبرخان په شېرپور سیمه کې په راکټ وویشت.

که څه هم د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له‌خوا په وار وار ويلی شوي چې طالبان او القاعده لا هم سره پراخې اړیکې لري، خو د طالبانو اوسني حکومت به تل دا موضوع ردوله.

د جولای پر ۱۹مه یعنې د دوه اوونۍ له مخه ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، له طالبانو سره د القاعده شبکې اتحاد لا هم پیاوړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دالقاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې ووژل شو

په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو شریک او دې سازمان خپور کړی وو، ویل شوي و: "د القاعده غړي د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پاتې دي، چېرته چې دا ډله تاریخي شتون لري."

همدا ډول دې راپور کې ښودل شوي وه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوې دي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي ول چې القاعده ډله ډېره پیاوړې شوې، خو له دې امله پر نورو هېوادونو برید نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې را نه‌ شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هم هغه ورځ د مشال رېډيو افغان څانګې ازادۍ رېډيو سره په خبرو کې دا راپور رد کړی وو او زیاته کړې يې وه چې د دې ادعا د ثبوت لپاره هیڅ سند نشته.

خو د ده تر دې خبرو ۱۴ ورځې وروسته، امریکا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ښاغلي مجاهد د دفتر په څو کیلومټرۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په توغندیز برید کې ووژاه.

همدا ډول د دوحې د هوکړې تر لاسليک وروسته چې طالبان مجبوروي د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې وشلوي، خو له هم هغې نېټې تر ننه مریکا څو ځله دا خبره تکرار کړې چې طالبان او القاعده لا هم اړیکې لري.

له دې جملې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان راپور وښوده چې د هند په لویه وچه کې د القاعده شبکه له ټېټ پوړو طالبانو سره کار او د دوی ملاتړ کوي، څو په سیمه کې پر غربي او امریکايي اهدافو بریدونه وکړي.

دا هم وګورئ: افغانستان کې به طالبان د القاعدې مخه ونيولای شي؟

یوناما هم موده وړاندې یوه راپور کې ليکلي ول، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې په کابل کې د القاعده ډلې مهم مشران په وزیر اکبرخان مېنه کې اوسېږي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وویل، دوی په خپلواکه توګه دا معلومات نه ‌شي تاییدولای.

د مخکني جمهوري نظام پر مهال لوړ پوړو افغان چارواکو طالبان تورنول چې د خپل مالي تمویل او په افغانستان کې د پراخو بریدونو لپاره له القاعده شبکې سره اړیکې لري او په افغانستان کې یې د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره د ارامۍ چتر برابر کړی.

خو طالبانو تل دا تورونه ردول.