هندوان او سیکان د ودونو نه ثبتېدو له وجې ستونزې لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خیبر پښتونخوا کې هندوان او سیکان وايي، حکومت دې یې په قانوني ډول د ودونو ثبتولو ستونزه هواره کړي. هندوان وايي، په صوبه کې د هغوی د ودونو ثبتېدو قانون شته خو نه عملي کېږي. اخوا سیکان وايي، یوازې په پنجاب کې د ودونو ثبتېدو لپاره قانون شته او د خیبر پښتونخوا حکومت ورته پام نه کوي. هندوان او سیکان وايي، د ودونو نه ثبتېدو له وجې د اړینو اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. د خیبر پښتونخوا حکومت په دې اړه څه وايي؟ ځواب یې په رپورټ کې.