پي ټي اېم د پښتنو د حقونو خوندیتوب غوښتنه تکرار کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جولای پر ۱۷مه په کوټه کې یوه جرګه جوړه کړې وه چې ورته سیاستوالان او فعالان ورغلي ول. پي ټي اېم په جرګه کې غوښتنه وکړه چې په سیند کې دې د پښتنو حقونه خوندي شي او د بلوچستان په زیارت او هنه وړک کې دې د خلکو ځورونې ودرېږي. دا په داسې حال کې ده چې په حیدراباد کې د یوه سیندي وګړي تر وژنې وروسته د تاوتریخوالي پېښې شوې دي او پکې د پښتنو چایخانې او رستورانونه په زور تړل شوي. په زیارت کې امنیتي ځواکونو تر هغې وروسته د لټون عملیات کړي چې د پوځ یو کرنل وتښتول شو او د جولای پر ۱۴مه یې مړی وموندل شو. د بلوچستان حکومت د جرګې ګډونوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.