د میکسیکو يو ښاروال د اوبو له سیمسارې سره واده وکړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مګرمچ، تمساح یا د اوبو سیمساره یو خطرناک ژوی ګڼل کېږي او خلک ترې لیرې تښتي خو د میکسیکو یو ښاروال ورسره واده کړی او د واده په جشن کې یې خلکو او ده خپله نڅاګانې هم کړې دي. هلته د میکسیکو په اوکساکا ایالت کې دا یو پخوانی دود دی چې له دې ډول ودونو سره خلک له طبیعت یا فطرته د مهربانۍ او فضل غوښتنه کوي. هغوی ګڼي چې که د ښار مشر د اوبو له سیمسارې سره واده وکړي نو رزق پرېمانه کېږي. د رویټرز اژانس ویډیویي رپورټ.