خيبر: تیراوالو د بوټان شریف غره پر سر د پوځي کېمپ جوړولو مخالفت کړی

تیراه میدان د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور نه په خواوشا ۱۰۰ کیلومیټره فاصله باندې پرته غرییزه او شنه (ځنګل لرونکې) سیمه ده: انځور له ارشیفه

د خېبر د تیرا درې اوسېدونکي وايي، په بوټان شریف سیمه کې امنیتي ځواکونو د خپل یو مرکز جوړولو په خاطر د هغوی مشترکه مځکې (شاملات) اخیستي چې ورته د منلو وړ نه دي.

دوی د جولای پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، پکار ده په دې مسئله د سیمې د مشرانو سره د جرګې له لارې خبرې وشي او هغوی په اعتماد کې واخیستل شي.

د خیبر د سیاسي اتحاد مشر عبدالواحد افریدي پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه) مشال راډیو ته وویل چې دوی د قانون او ایین لاندې د خپل حق خبره کوي او چې څوک هم د قانون خلاف ورزي کوي، دوی به یې پر ضد مزاحمت کوي.

نوموړی وايي:

"د بوټان شریف د غره په سر یو ښکلی ځای دی چې د امنیتي ځواکونو خوښ شوی دی، دوی وايي چې دغلته خپل کیمپ جوړوي. خلکو د دې خلاف مزاحمت شروع کړی او ترې پوښتنه کوي چې پر غره باندې یې پوځ ولې او څنګه دغه کیمپ جوړوي؟ که پوځ رښتیا هم دا کار کول غواړي نو په څرګند ډول دې د یوې معاهدې لاندې او د ځايي مشرانو په اجازت ترسره کړي."

نوموړی وايي، پوځ نه شي کولی د څو تنو مشرانو د لاسلیکونو په ترلاسه کولو د قام پر مشترکه مځکه کیمپ جوړ کړي. هغه وايي، له قام سره دې په جمهوري توګه او په جرګه خبرې وشي، که داسې نه وي نو لانجه ترېنه جوړېږي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د باړې او تیرا سیمو استازي محمد شفیق افریدي پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه) مشال راډیو ته وویل چې د بوټان شریف سیلګریزې سیمې په اړه د ځايي اوسېدونکو اندېښنې یې له امنیتي او انتظامي چارواکو سره شریکې کړي دي. نوموړي وویل کوشش کوي چې په اتفاق رای د مسئلې حل را وباسي چې دواړو خواو ته د منلو وړ وي.

په خیبر کې مېشت د امنیتي چارواکو دریځ دی چې د امنیت ساتلو په خاطر په دغه ځای کې مرکز جوړولو ته ضرورت لري.

تیراه میدان د خیبر پښتونخوا له مرکز پېښور نه په خواوشا ۱۰۰ کیلومیټره فاصله باندې پرته غرییزه او شنه (ځنګل لرونکې) سیمه ده چې د سیاحت له پلوه هم ډېره مشهوره ده. په یاده سیمه کې د پاکستان د پوځ او د وسله والو ترمنځ د جګړې له وجې تر کلونو کلونو پورې خلک نورو سیمو ته په کډو کولو اړ شوي ول خو په ۲۰۱۶م کال کې کډوال واپس شوي او هلته د بیا بحالۍ عمل روان دی.