کورمه جرګه: حکومت او ځايي مشران به په ګډه د ناامنیو مخه نیسي

په کورمه کې د ځايي مشرانو او حکومتي چارواکو جرګه ــ پخوانی انځور

په کورمه کې حکومتي چارواکو له ځايي مشرانو سره په یوه جرګه کې پرېکړه کړې چې په سیمه کې به په ګډه د ناامنیو مخه نیسي او هغه کسان به په ګوته کوي چې د سیمې امنیت زيانمنوي.

دا جرګه د جون پر ۲۲مه په سده کې تر هغه وروسته شوې چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په کورمه کې هدفي بریدونو او پر ټولنیزو رسنیو د کرکجنو موادو خپرېدو د ځایي قبیلو او اهل تشيع او سني ډلو ترمينځ ترينګلتيا وزېږوله.

له سیمې څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي ملک فخر زمان مشال راډیو ته وویل، د جرګې ګډونوالو د هغو ټولو پېښو خلاف خپل غږ پورته کړ چې د سیمې امنیت ته زيان رسوي.

په کورمه کې حالات د جون پر ۱۵مه تر هغې وروسته ترینګلي شول چې وسله والو یو ځايي ملک مومن خان منګل له دوو ملګرو سره یو ځای وویشت.

تر دې پېښې وروسته د جون پر ۲۱مه، په کورمه کې د ولسي وګړو پر يو ګاډي په وسله وال بريد کې د ذیشان حيدر په نوم یو ځوان ووژل شو.

هلته له تېرې یوې اوونۍ راهیسې پر لویو لارو تګ راتګ نه کېږي او انټرنېټ هم تړل شوی دی خو یو ځايي مشر ملک سلیم خان اورکزی وایي له حکومت او ځایي امنیتي چارواکو سره یې خبرې شوي او ډېر ژر به د خلکو تګ راتګ بحال شي.