صابر نذر وايي تېر حکومت کې یې زیات کارټونونه چاپ نه شول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صابر نذر د پاکستان یو نومیالی کارټون جوړوونکی دی. نوموړی له لسیزو راهیسې د انګرېزۍ او اردو ژبو ورځپاڼو لپاره پر روانو چارو کارټونونه جوړوي. نذر وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د بیان پر ازادۍ زیاتېدونکو محدودیتونو یې کار اغېزمن کړی دی. خو دی وايي، تر ټولو زیات کارټونونه یې د تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې خپاره نه شول. د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په بیا بیا د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو تور رداوه او ویل به یې چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې وې. نذر زیاتوي چې کارټون د سیاسي چارو په اړه ولس ته په اسانۍ د پیغام رسولو یوه لاره ده. ویډیويي رپورټ.