جمالدیني: د شیراني په ځنګل د اور لګېدو په اړه پلټنې پیل شوې دي

چارواکي‌ وايي چې دا اور یې د مې پر ۲۵ له ايران څخه پاکستان ته ور لېږل شوې ځانګړې الوتکې لخوا د اوبو پر پاشلو وژلی دی. 

د بلوچستان حکومت وایي د شیراني په ځنګل کې د اور د لګېدو وجوهاتو معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

دا خبره د ځنګلونو صوبایي سیکرټري‌ دوستین جمالدیني د مې پر ۲۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړه.

نوموړي وویل چې کومې ونې سوزیدلي دي هلته به نورې ونې نالوي.

ده وویل، "د اور د لګېدو ګڼ وجوهات کېدای شي خو کله یې هم دومره تاوان نه دی کړی څنګ چې دا ځل وو او موږ یې په اړه پلټنې کوو."

دا هم وګورئ: د شېراني په ځنګل اور ولې لګېدلی، څومره سوځېدلې او تاوانونه به یې څه وي؟


دوستین جمالدیني دا هم وویل چې د دغه اور له وجې تر ۳۶ کلومیټره پورې ځنګل ځای پر ځای سوځېدلی او تباه شوی دی.

د بلوچستان حکومت وایي دوی هڅه کوي چې د صوبې د خوراک او کرنې ادارې (ایف اې) په مرسته د نوې ټکنالوجۍ په کارولو سره د چلغوزې متبادلې ونې هم نال کړي.

بلخوا د بلوچستان اسمبلۍ د حزب اختلاف پارلماني مشر ملک سکندر ایډوکیټ ویلي چې اور لومړی د خیبر پښتونخوا په ځنګلونو کې لګېدلی وو او باید پلټنې لومړی له هغه ځایه پیل شي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، "د زیتون درختې اسانې دي خو د چلغوزې درختې ډیرې قیمتي او د خلګو د روز ګار لویه وسیله ده."

د ده په وینا، د خلکو په اربونو روپیو زیان شوی دی او په کار ده چې حکومت د هغوی د تاوان ازاله وکړي.

د شېراني په ځنګل د لګېدلي اور یوه څنډه

د بلوچستان اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان موساخېل مشال راډیو ته وویل چې دوی سیمې د خپلې ډلې لېږلي‌ چې د تاوان تر جاج اخیستو وروسته له متاثره خلکو سره مرستې وکړي.

د شنه غره او د سلېمان غرونو په ځنګلونو کې دا اور د مې پر ۱۲مه نېټه لګېدلی وو چې پکې درې کسان د اور مړه کولو په هڅو کې مړه شوي هم دي.

چارواکي‌ وايي چې دا اور یې د مې پر ۲۵ له ايران څخه پاکستان ته ور لېږل شوې ځانګړې الوتکې لخوا د اوبو پر پاشلو وژلی دی.

دا لا هم نه ده معلومه چې دغه اور څنګه لګېدلی وو. ځايي خلک وايي حکومت دې نه یوازې جدي پلټې وکړي بلکې د رسېدلي زیان ازاله دې هم وکړي.