د مسلم لیګ نون حمزه شهباز د پنجاب د وزیراعلا په توګه د خپل منصب سوګند پورته کړی دی.
د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویزاشرف نن (د اپریل پر ۲۹مه) د پنجاب په ګورنر هاوس کې په یوه دستوره کې له نوموړي خلف واخیست. د پنجاب پخواني وزیراعلا عثمان بزدار د مارچ په ۲۸ مه استعفا ورکړې وه.
الحمداللہ ۔۔۔ pic.twitter.com/rG34E24Gjz
— PML(N) (@pmln_org) April 30, 2022
حمزه شهباز د اپریل په ۱۶مه وزیراعلا منتخب شوی وو خو د صوبې ګورنر عمرسرفراز چیمه ترې د حلف اخیستو څخه انکار کړی وو او د هغه انتخاب یې "غیرقانوني" بللی وو.
حمزه شهباز د دې پر ضد درې ځله د لاهور های کورټ ته درخواست کړی وو. د اپریل په ۲۸مه عدالت د قامي اسمبلۍ سپیکر ته وویل چې له نوموړي څخه دې خلف واخلي.
Chief Minister Punjab Usman Buzdar and his Cabinet restored by Governor Punjab Omar Cheema. Cabinet meeting called today. #MarchAgainstImportedGovt #امپورٹڈ_حکومت_نامنظور
— Murad Raas (@DrMuradPTI) April 30, 2022
بل خوا نن (د اپریل پر ۲۹مه) د پنجاب ګورنر عمرسرفراز چیمه د پخواني وزیراعلا عثمان بزدار استعفا مسترد کړې ده او د اسمبلۍ سپیکر چوهدري پرویز الهي ته په لیږل شوي یو لیک کې یې دغه "په اییني توګه ناسمه" بللې ده.
دا هم وګورئ: حمزه شهباز د پنجاب اعلا وزیر وټاکل شو۴۷ کلن حمزه شهباز د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف زوی او د پخواني وزیراعظم نواز شریف وراره دی.