ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند تورونو پرضد احتجاج

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام اباد کې یوشمېر کسانو په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د تورونو پرضد مظاهره وکړه. د اپرېل پر ۱۰مه دا احتجاج د متحده همدرد ځوانانو شورا په نوم یوه ناحکومتي سازمان ترتیب کړی وو. په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو یوشمېر ویډیوګانې خپرې شوې او دعوې وشوې چې ایراني حکومتي چارواکي پر افغان کډوالو تشدد کوي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو د کره والي او پر ایراني حکومت د تورونو تصدیق نه شي کولای. خو په کابل کې د طالبانو حکومت ویلي دي چې په دې اړه یې له ایرانیو چارواکو سره خبرې کړې دي. تهران لا د دې تورونو او ویډیوګانو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.