تحريک انصاف او حزب اختلاف په اسلام اباد کې ولسي غونډې کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف او د حزب اختلاف اتحاد پي ډي اېم نن (مارچ پر ۲۷مه) په اسلام اباد کې د خپل ولسي زور د ښکاره کولو په خاطر جلسې کوي. د تحريک انصاف او پی ډي اېم د ملاتړو قافلې دا مهال د اسلام اباد پر لور روانې دي چې پکې ځينې د ښار ته رسېدلې هم دي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان به د تحريک انصاف غونډې ته وينا کوي او د اپوزيشن مشران به بیا خپلې جلسې ته ويناګانې کوي. دا په داسې حال کې ده چې حزب اختلاف د قامي اسمبلۍ په سېکټرېټ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی او په دې لړ کې د رايې اچونې لپاره د قامي اسمبلۍ سپيکر غونډه هم رابللې ده.