د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو په خوارځواکۍ اندېښنه ښودلې ده.
ډبليو اېف پي د مارچ په ۱۳مه پر ټویټر ليکليچې له ۳۴ څخه په ۲۸ ولايتونو کې ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي. د دوی په خبره په افغانستان کې له درې نیم ملیونو څخه زیات ماشومان د تغذیې په برخه کې درملنې ته اړتیا لري.
Acute malnutrition rates in 28 out of 34 provinces are high with more than 3.5 million children in need of nutrition treatment support. Many children have access to life saving nutrition treatment thanks to our donors - 🙏.@SIDA. @SwedenUN 🇸🇪 pic.twitter.com/X1FdGa1hSq
— WFP Afghanistan (@WFP_Afghanistan) March 13, 2022
خو د خوړو نړیوال پروګرام هیله څرګنده کړې چې ډېر هغه ماشومان به چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شوي، د نړیوالو له هغو مرستو برخمن شي چې دې ادارې د ژوند ژغورنې تغذیوي درملنه بللې ده.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو ادارې، یونېسف اټکل کړی و چې روان ۲۰۲۲م کال به په افغانستان کې تر پنځوو کلونو لاندې نیمایي ماشومان د خوړو د بحران او روغتیایي خدمتونو ته د نهلاسرسي له امله په سختې خوارځواکۍ اخته شي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان له اقتصادي بحران سره مخامخ شوی او نړیوالو مرستندویه ټولنو د دې هېواد د وګړو حالت په تېره د ماشومانو د اندېښنې وړ بللی دی.