پي ټي اېم د پاکستان یوشمېر ښارونو کې مظاهرې کړې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر د خوشې کولو لپاره په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی. د پي ټي اېم وزیر او درې نور غړي د ریاست ضد ویناګانو او د خلکو پارولو په تورونو بندیان دي او غورځنګ وايي چې پر هغوی دې کښلې مقدمې ختمې کړي خو حکومت وايي، دا کار ځکه نه شي کولای چې د وزیر او نورو قضیې په عدالتونو کې روانې دي. ویډیويي رپورټ.