د پېښور پر کوهاټ سړک باندې پر يو سیک دوکاندار په خپل درملتون کې دننه بريد شوی دی.
د پېښور د پوليسو په وينا دغه پېښه نن (فبرورۍ ۱۵مه) غرمه مهال رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يې د پپندر سينګ په نوم يو سيک دوکاندار او يو لاروی ژوبل شوي دي.
د پېښور پولیسو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په پېښه کې يې يو ککړ تن نیولی دی.
کوہاٹ روڈ پر سکھ اقلیت سے تعلق رکھنے والے پپندر سنگھ کو اپنے دواخانہ میں نشانہ بنایا گیااطلاع ملنے پر پولیس نے فوری کارروائی کرتے ہوئے ملزم کو رنگے ہاتھوں گرفتار کر لیا، واقعہ میں سکھ شہری سمیت ایک راہگیر بھی زخمی ہوازخمی سکھ پپندر سنگھ خیریت سے ہیں "ایس پی صدر ڈویژن فرحان" pic.twitter.com/KF6uiL6bWL
— Capital City Police Peshawar (@PeshawarCCPO) February 15, 2022
دغه پېښه د کوهاټ روډ په سکيم چوک کې، چې د رحمان بابا تاڼې په حدودو کی راځي، رامنځ ته شوې ده.
پولیس وایي پپندر سينګ روغتون ته رسول شوی او روغتيايي حالت یې له خطرې بهر دی.
شاوخوا څلور کاله وړاندې (د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې) هم په سکيم چوک کې يو سيک حکيم چرنجيت سينګ په خپله دواخانه کې دننه د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی وو. هغه د سیکانو يو مذهبي مشر او مدني فعال هم وو.