په پېښور کې د وژل شوي سیک ټولنې مشر چرنجیت سینګ اخیري رسمونه په اټک کې ترسره شوي دي.
چرنجیت سنګ په سېشنبه د پېښور په سکیم چوک کې په خپل دکان کې دننه په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو.
برید ګر د پیښې له ځایه په تیښته کې بریالي شوي وو.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلی.
له چرنجيت سينګ سره د احمد شاه اعظمي مرکه
په ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو فعالانو د هغه وژنه په سختو ټکو غندلې ده. د پاکستان د بشري حقونو کمیشن یو استازي کامران عارف غوښتنه کړیده باید حکومت د وژنې ذمه وار ونیسي او سزا ورله ورکړي.
د پاکستان بشري کميشن د خېبرپښتونخوا مشر کامران عارف وايي، چرنجيت سېنګ چې په ټولنه کې يې د مذهبي راودرۍ لپاره ډېرکار کړی وو، د هغه وژنه يو لوی تاوان دی.
کامران عارف زموږ له همکار اسرار عالم مومند سره په خبرو کې وويل چې په پاکستان کې به په مذهبي اقليتونو بريدونه هله ودرېږي چې حکومت د داقسمه پېښو تحقيقات وکړي او ذمه وارو کسانو ته سزاګانې ورکړي.
۴۲ کلن د کرمې ایجنسۍ وسیدونکې وو او په کال ۱۹۸۳ د خپلې کورنۍ سره پیښور ته منتقل شوی وو.
پولیس وايي ــ د پیښې په اړه يي پلټنې پیل کړي دي.
نور ولولئ
د پېښور سیکان او هندوان شمشان ګاټ نه لري
سردار ګورمیت سینګ: ”د پښتنو غوندې ښه خلک په ټوله نړۍ کې نشته“
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.