د خوست ښځينه زده کوونکې د حکومتي پوهنتونونو بیا پیلېدو ته خوشحاله دي

په خوست کې له احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو موسسې څخه فارغه شوې زده کوونکې د فراغت په دستوره کې. (انځور له ارشيفه)

په خوست کې د پوهنتونونو ښځینه زده کوونکي د لوړو زده کړو وزارت  لخوا د حکومتي پوهنتونونو د بیا پیلېدو  اعلان ته خوشحاله دي او وايي، نور باید د دوی د زده کړو وخت ضایع نه شي.

ښځینه زده کوونکي د خوښۍ احساس تر څنګ دې ته انديښمنې دي، چې په دې اعلان کې پوهنتونونو ته د ښځو د تګ په اړه په واضحه توګه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د جنورۍ پر ۳۰مه په یوه ویډیو کې په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د پیل خبر ورکړ، خو په خبرو کې یې پوهنتونونو ته د ښځینه زده کوونکو د تلو یا نه تلو هېڅ یادونه و نه کړه.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د درېیم کال زده کوونکې سپوږمۍ د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د حکومتي پوهنتونونو د پیلېدو اعلان د ټولو محصلانو لپاره د خوښۍ زیری وو.

دې وویل، نجونې بیا په دې انديښمنې دي، چې په دې اعلان کې د دوی د زده کړو په اړه په واضحه توګه څه نه دي ویل شوي.

سپوږمۍ غوښتنه وکړه، چې د ښځو د انديښنو د ځوابولو په خاطر دې د لوړو زده کړو وزارت یو وضاحت وړاندې کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو

د حقوقو پوهنځي يوه زده کوونکې سعیده سخي زاده بیا په خپلو خبرو کې له طالب چارواکو غواړي، چې د حکومتي پوهنتونونو د بیا پیلیدو په اړه خپلې کړې ژمنه عملي کړي .

نوموړي مشال راډيو ته وويل "د پوهنتون ټول نارینه او ښځینه محصلان د پوهنتونونو بيا پیلېدو خبر ته ډېر خوشحاله دي، ځکه زموږ شپږ یا اووه میاشتې ضایع شوې او باید له دې زیات زموږ وخت ضایع نه شي. همدغه تعلیم دی چې زموږ هېواد د سیالانو سره سیال کولای شي او زموږ ژوند او راتلونکی روښانه کولای شي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې دا وعده عملي شي، په خیر پوهنتونونه شروع شي او د محصلانو لپاره یو ښه چاپیریال برابر شي. "

د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي يوې زده کوونکې روبینا وویل، د نجونو لپاره دې د زده کړو ښه چاپیریال برابر شي، چې دوی په ډاډه زړه خپل لوستونه ووايي.

د شیخ زاید پوهنتون د انجینري پوهنځي زده کوونکې نازنین غرنۍ بيا وايي، زده کړې د هرې بشري ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي او حکومت دې ورته پاملرنه ډېره کړي.

له دې وړاندې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو هم د نجونو او هلکانو د درسي ټولګیو په بیلولو سره خپل درسي بهېر پیل کړی دی.

دا هم وګورئ: افغان نجونه وايي، شپږ میاشتې وشوې خو ښوونځي یې لاهم تړلي دي

د خصوصي پوهنتونونو او لوړ زده کړو له خوا په هغه طرحه کې چې د دغې ټولنې د مسولینو په وینا د لوړو زده‌کړو وزارت تايید کړې لیکل شوي، ټولې محصلې نجونې باید تور لباس چې ټول بدن د پښو تر لاندې بندونو په کې پټ وي، واغوندي. د هلکانو او نجونو درسي ټولګي باید جلا وي او تر خوا یې د تفریح لپاره هم جلا خونه جوړه شي.

په دې طرحه کې زیاته شوې، د نجونو د ټولګیو ښوونکې باید ښځې وي او یا هم هغه نارینه چې عمر یې زیات او دينداره وي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هلته په ګڼو ولايتونو کې تر شپږم ټولګي وروسته د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي، خو چارواکي وايي چې ډېر ژر به دا بندېز ليرې کړي.