هنګري کې د ناقانونه کډوالو ستونزه د انتخاباتي کیمپېن موضوع ګرځېدلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هنګري چارواکي وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې یې له یو لک څخه زیات کډوال اروپايي ټولنې ته د داخلېدو پر مهال نیولي دي. خو د اروپايي ټولنې د سرحدونو چارو اداره وايي، د غربي بالکان سیمې له لارې تر ۶۰،۰۰۰ زیاتو خلکو په ناقانونه ډول د ټولنې هېوادونو ته د تګ هڅې کړې وې. د هنګري له لارې اروپا ته تلونکي زیاتره کډوال دا مهال د سربیا په کیمپونو کې هم دي چې د یخ موسم او مالي ستونزو له وجې یې ژوند سخت شوی دی. په هنګري کې د کډوالو ستونزه اوسمهال په اپرېل کې د کېدونکو انتخاباتو د کیمپېن له مهمو موضوعاتو څخه یوه ده. په دې اړه د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.