بلوچستان: د ځوان ډاکټرانو او حکومت ترمينځ مذاکرات کامیاب شول

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو او حکومتي پلاوي ترمینځ د مذاکراتو لومړی پړاو کامیاب شوی او حکومت ۲۴ نیول شوي ډاکټران خوشې کړي دي.

بلخوا د ډاکټرانو اتحادیې پرېکړه کړې چې د جنورۍ له ۱۳مې د صوبې په ټولې سرکاري روغتونونو کې د ایمرجنسي خدمتونه پرانېزي خو او پي ډيانې به لا تړلې وي.

د جنورۍ پر ۱۲مه په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته د ډاکټرانو اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم بابر وویل، د بلوچستان پیرامیډیکس اسوسيیېشن مشر جمال کاکړ ویلي چې ترڅو یې غوښتنې سل په سله نه وي منل شوي، احتجاج ته به دوام ورکوي.

بلخوا د بلوچستان سینیېر صوبايي وزیر نور محمد دومړ د کوټې سیویل روغتون مخې ته د ډاکټرانو هړتالي کیمپ ته ورغلی دی. نوموړي دغلته د خبرو پر مهال ډاکټرانو ته وویل چې حکومت به د ډاکټرانو په تنخاګانو کې د زیاتوالي ترڅنګ د نورو غوښتنو په سمه توګه جاج اخلي او د خبرو دویم پړاو به نن (د جنورۍ پر ۱۳مه) پیلېږي.

خو د بلوچستان د صحت وزیر سید احسان شاه د جنورۍ پر ۱۲مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي که حکومت د ډاکټرانو په تنخاګانو کې اضافه وکړي نو په خزانه به هر کال د ۷ اربه روپیو بوج پرېوځي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کوټه کې د روغتیاپالانو لاریون پرمهال تاوتریخوالی او ګرفتارۍ

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۲مه ډاکټرانو د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي لاریون ترسره کړی وو او له پولیسو سره تر اخ او ډب وروسته ۲۴ ډاکټران نیول شوي ول.

ډاکټران له تېرو درې میاشتو په احتجاج دي او په ټوله صوبه کې یې په سرکاري روغتونونو کې د او پي ډي سهولت تړلی دی.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د سرکاري روغتونونو شخصي کولو فیصله و نه کړي او د تنخاګانو زیاتولو په ګډون دې په روغتونونو کې اسانتياوې ورکړي. دوی د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه هم کوي.

د ډاکترانو د کاربندیز له وجې مریضان له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي دي.