د چارسدې د مندڼي پېښې په تړاو تر ۷۰ زیات کسان ګرفتار

پولیس چارواکي د مندڼۍ تاڼې لیدنه کوي چې د نومبر پر ۲۹مه نېټه (۲۰۲۱) قهرېدلو بلوه ګرو وسوځوله

د چارسدې ضلعې د مندڼي په پیښه کې د پولیس تاڼې، چوکیو او د تاڼې په چاردیواري کې د ولاړو ګاډو د سوځولو په تور پولیسو تر ۷۰ زیات کسان نیولي دي.

د سیمې پولیس وایي په نیول شویو کې تر ۳۰ زیاتو کسانو خلاف اېف ای ارې هم درج شوي دي او د قران پاک د سوځولو په تور نیول شوی تن یې جېل ته لېږلی دی.

د نومبر پر ۳۰مه نېټه (نن) د چارسدې ضلعې د پولیسو ویاند صفي جان مشال ریډیو ته وویل چې کومې چوکۍ قهرېدلو بلوه ګرو ړنګې کړې وې هغې ته پولیس بیرته تللي دي او د اوښتو تاوانونو تحمینې لګولو لپاره یې یوه کمېټي هم جوړه کړې ده.

بلوه ګرو په مندڼۍ تاڼه کې ولاړ ګاډي هم وسوځول

یاده دې وي چې د چارسدې ضلعې د مندڼۍ تاڼې په حدودو کې د اتوار په ورځ (نومبر ۲۸مه) ناوخته قهرېدلو مظاهره چیانو د هغه ګنګوسو پر مهال د پوليسو یوه تاڼه او شپږ چوکۍ وسوځولې چې په تاڼه کې د پولیس په حراست کې ګرفتار کس باندې تور وو چې هغه قرآن شریف سوځولی دی.

قهرجنو مظاهره چیانو د تاوتریخوالي پر مهال د ګرفتار کس د ورسپارلو غوښتنه کوله خو پولیسو نه منله.

له دغه پېښې وروسته د چارسدې د پولیسو ویاند سفي جان مشال ریډیو ته ویلي ول چې د قرآن سوځولو په تور نیول شوی تن په ظاهره دماغي ناروغه یا په نشه روږدی ښکاري خو په دې اړه څه ویل به تر وخت وړاندې وي.

پولیس وایي د تاڼې د سوځېدو په پېښه کې د تاڼې کاغذي ریکارډونه هم سوځولي دي.