په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ جلسه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې جلسه کې د ملتپالو سیاسي ګوندونو استازو، د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکو، وکیلانو او په زرګونه عام ولس ګډون کړی وو. د پاکستان حکومت او پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ د ملک ضد راپورته شوی تحریک بولي او تور پورې کوي چې ګواکې دا خلک د ملک دښمن قوتونو پر ایجنډا روان دي. خو غورځنګ دا تور ردوي. نور په دې ويډيو کې