د پاکستان وکیلانو اتحادیې د ثاقب نثار د مبینه غږیزې پیتې پلټنه غوښتې

پخوانی چیف جسټس ثاقب نثار د پېښور های کورټ ته د ورتلو پر مهال. ۲۰۱۸ز کال

پاکستان سپريم کورټ بار اسوسییېشن غوښتنه کړې چې د هغه غږېزې پیتې (اډيو رېکارډنګ) لپاره دې تحقيقاتي کمېشن جوړ کړل شي چې د عدليې ازادي يې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د سپريم کورټ بار لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نومبر پر ۲۴مه (پرون) د دوی په غونډه کې غوښتنه وشوه چې په دې وروستيو کې د خپرې شوې غږيزې پیتې (رېکارډنګ) پلټنې دې وشي چې دارنګ په عدليه د ولس اعتماد بحال شي.

که څه هم دوی نور وضاحت نه دی ورکړی خو دا په داسې حال کې ده چې د فېکټ فوکس په نوم ويبپاڼې د نومبر پر ۲۱مه د یوې غږیزې پیتې (اډیو) په اساس، چې پکې دوه کسان خبرې کوي، یو ځانګړی راپور خپور کړ.

په دې اډیو کې په مبینه توګه پخوانی چیف جسټس ثاقب نثار د خپل کار په موده کې له یوه بل کس سره په ټیلیفوني خبرو کې وايې دلته فیصلې ادارې کوي او هغوی وايي چې نواز شریف ته به خامخا سزا ورکوي او عمران خان به راولي.

دا هم وګورئ:

مریم نواز: ثاقب نثار دې ووايي چې نواز شریف او د دې سزا کولو لپاره چا مجبورولی؟د نواز شریف او مریم نواز په باب د پخواني چیف جسټس د حلفیه بیان لانجهاډیو ریکارډنګ: د نواز شریف سزاکولو په اړه د مخکیني قاضي ثاقب نثار بله مبینه رسوايي

د دې رپورټ تر خپرېدو سمدستي وروسته مشال رېډیو سره خبرو کې ثاقب نثار وويل چې دا (جعلي غږ) دی او نواز شريف او مريم نواز ته يې د سزا ورکولو په اړه ده له هېچا سره خبرې نه دي کړي.

د یادونې ده چې د پخواني چېف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ د ۲۰۱۷ م کال په جولايي کې د پاکستان سپریم کورټ نواز شریف د وزیراعظمۍ لپاره نا اهله ګرځولی وو. نواز شریف د پانامه اسنادو په تناظر کې په درغلیو تورن شوی وو.