جنوبي وزيرستان: ماين چاودنو کې معیوبه شويو کسانو پرلت وهلی

په ډېره اسماعيل خان کې د ماين چاودنو د پېښو پرضد مظاهره.انځور-ارشېف

د جنوبي وزیرستان په کوټکۍ سیمه کې د ماين په چاودنو کې معیوبه شویو کسانو پرلت وهلی دی.

په پرلت کې ناست د پشتون ژغورنې غورځنګ یو مشر رحمت شاه مسید د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه مشال راډېو ته وویل چې معذوره کسان له حکومته د مالي مرستو غوښتنه کوي. د جنوبي وزیرستان اېډيشنل ډپټي کمشنر مشال راډېو ته ويلي چې له دوی سره به ژر مرسته وشي.

سږکال د جون پر ۱۰مه نېټه په پېښور های کورټ کې د جنوبي وزیرستان پنځو قانون پوهانو یو درخواست جمع کړی وو چې پکې له عدالته غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د شهدا پېکېج له مخې د ماين په چاودنو کې اغېزمنو کسانو او کورنيو ته د مرستې په توګه پیسې ورکړي.

دا هم وګورئ: له ۲۰۰۸ راهیسې قبایلو کې د ماینونو چاودنو شاوخوا ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په درخواست کې ويل شوي چې په تېرو څو کالونو کې په جنوبي وزيرستان کې د ماین شاوخوا ۱۷۸چاودنې شوې چې پکې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ معیوبه شوي دي.

حکومت تر اوسه پورې عدالت ته کوم ځواب نه دی ورکړی او نه يې هم د ماین چاودنو په اړه رسمي شمېرې خپرې کړې دي. د جنوبي وزيرستان په ګډون په ځينو نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ ضد جکړې پر مهال ماينونه کرل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې ځينې سيمې له ماينونه پاکې کړې خو ځايي خلک وايي چې دا کار دې ژر تر ژره بشپړ شي.