بېکارۍ او بېوزلۍ يوشمېر افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته که يو خوا يوشمېر کسان بېکاره شوي او له بېوزلۍ سره مخامخ شوي، نو بلخوا يوشمېر نور هڅه کوي چې بهر هېوادونو ته ولاړ شي. د کابل ښار ګڼ کاريګر وايي چې کارونه نه ور پيدا کېږي، چې له کبله يې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي. نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويډيويي راپور کې.