ایا داعش له طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو بدله ده؟

په ننګرهار کې په ۲۰۱۹ز کال کې د داعش وسله والې ډلې تسلیم شوي غړي. انځور - ارشیف

د امریکايي پوځ د مرکزي کومندې ویاند کیپټن بل اربن د اګست پر ۲۸مه په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان په ننګرهار کې یې د اسلامي دولت ــ خراسان پرضد د ډرون په یو برید کې د کابل د بریدونو پلان جوړونکی وژلی دی.

نوموړي په دغه اړه د نورو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده. اسلامي دولت ــ خراسان ډلې د اګست پر ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر د هغه بریدونو ذمه واري منلې وه چې د ۱۳ امریکايي عسکرو په ګډون یې لږترلږه ۱۸۰ کسان وژلي‌ او شاوخوا ۲۰۰ یې ټپي کړي وو.

د پېښې ژوبل کسان د کابل روغتونونو ته رسول شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

دې ډلې له دې وړاندې هم په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د یو شمېر خونړیو بریدونو ذمه واري منلې ده.

اسلامي دولت خراسان ډله څنګه منځ ته راغله؟

په دې اړه په پېښور کې شنونکې او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال حق نواز خان وايي چې دا ډله په ۲۰۱۵ز کال کې د افغانستان او پاکستان هغه وسله والو جوړه کړې وه چې د القاعده او طالبانو نه یې لارې جدا کړې وې.

نوموړي زیاتوي دې ډلې په عراق، شام او لیبیا کې د هغه ترهګرۍ ډلې نه اثر اخېستی دی چې د اسلامي دولت یا داعش په نوم فعالیتونه کوي.

ده وویل، "له دوی سره ډېر وسله وال د پاکستاني طالبانو نه ملګري شوي دي. د افغانستان په کنړ او ننګرهار کې خو به د دوی د فعالیتونو په اړه راپورونه راتلل خو په پاکستان کې د عملیاتو او ډرون بریدونو په نتیجه کې د دوی یو شمېر وسله وال ووژل شو. دوی کوم مرکزونه نه لري خو د امارت پر ځای د خلافت جوړولو په نوم په وړو وړو ډلو کې خپل فعالیتونه کوي. د دوی له خوا د کابل په هوايي ډګر له بریدونو وروسته یو ځل بیا دا پوښتنه راوچته شوه چې دوی له کومې راغلل؟"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي چیرته وژل شوی؟

امریکايي چارواکي وايي چې په یو وخت کې د اسلامي دولت خراسان ډلې سره ۳۰۰۰ جنګیالي وو خو د جون په میاشت کې ملګرو ملتونو په یو راپور کې وویل چې د دې ډلې سره د افغانستان په کنړ او ننګرهار کې له ۱۵۰۰ تر ۲۲۰۰ وسله وال ملګري دي.

په دغه سیمو کې د طالبانو او اسلامي دولت خراسان د وسله والو تر منځ نښتې شوې دي او د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم د یو شمېر امریکايي ډرون بریدونو هدف هم د دغه ډلې پټنځایونه او وسله وال وو.

د اګست پر ۲۷مه د مشال راډیو له افغان څانګې سره په خبرو کې د افغانستان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل وروستۍ برید وغنده.

هغه وویل، "هغه (داعش) چې په عراق او شام کې یې شتون درلود په افغانستان کې شتون نه لري. دلته ځینې خلک دي چې دغه فکر یې اخېستی دی او یا ځان د داعش منونکي بولي. موږ باوري یو چې هغوی به اوس دا حقیقت ومني چې په افغانستان کې یو اسلامي دولت قایم شوی دی، امنیت پر ځای دی او بهرني ځواکونه وتلي دي. نو له دې کبله د دوی (اسلامي دولت خراسان) یا غیتوب او هلې ځلې هېڅ توجیه نه لري."

د طالبانو مشرانو، کابل په خپله ولقه کې تر اخېستو وروسته په خپلو بیانونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسید او د حکومتي نظام ودرولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

ارګ ته طالبان د افغان ولسمشر اشرف غني له هېواده تر وتو وروسته ننوتل - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۵مې انځور.

په دې وروستیو کې د امنیت په اړه هیلې ډېرې شوې خو د کابل په هوايي ډګر وروستو بریدونو ددغه ادعاو په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

اسلامي دولت خراسان ډله له طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو بدله ده؟

په دې اړه په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د مطالعاتو مرکز پخوانی مشر او شنوونکی ډاکټر سرفراز خان وايي، نومونه او نشانونه بدل بدل دي، خو د دې ډلو مرام یو دی او هغه دا سیمه بیقراره ساتل دي.

نوموړي زیاته کړه، " که اسلامي دولت خراسان دی، که دا طالب دی، که دا مجاهد دی، که اې اېس اې دی، که د مودي سختدریځه دي دا تش نومونه دي، Tags دي چې بدلېږي رابدلېږي. دا چې ځانته اوس خراسیان وايي، له دې وړاندې طالبان او له هغې وړاندې مجاهدین وو. د دوی په شا وړاندې هم مغربي هیوادونه او سعودي عرب وو او اوس هم دوی پردي لاس پوسي دي او هغوی یې د یو بل خلاف جنګوي."

د یادونې وړ ده چې د اسلامي دولت خراسان ډلې ډېره برخه په پاکستاني طالبانو اډاڼه لري، په دې کې د کرمې څخه طالب قوماندان فضل سعید حقاني او د طالبانو پخوانې ویاند شاهدالله شاهد هم شامل وو خو وروستو د دوی یو شمېر قوماندانان په ډرون بریدونو کې ووژل شو.

اسلامي دولت خراسان ډلې د ۲۰۲۰ز کال د مې په میاشت کې د شهاب المهاجر په نوم یو وسله وال قوماندان خپل امیر مقرر کړی دی.