امريکا او بريتانيې خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د افغانستان پرېښودو ويلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې امنيتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.
په کابل کې د امريکا سفارت نن (د اګست پر اوومه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې امريکايان دې په سمدستي توګه له افغانستانه ووځي او د تجارتي پروازونو لاره دې خپله کړي.
The U.S. Embassy urges U.S. citizens to leave Afghanistan immediately using available commercial flight options. Please see our #SecurityAlert below⬇️for more information. https://t.co/tU1qywKd5w
— U.S. Embassy Kabul (@USEmbassyKabul) August 7, 2021
له دې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د بريتانيې سفارت هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي و چې "په افغانستان کې ميشت ټول بريتانيي وګړو ته مشوره ورکوي چې همدا اوس په هر صورت کې له هغه هېواده ووځي."
🇬🇧 advises British Nationals to leave 🇦🇫 now by commercial means.We request that British Nationals call the Embassy on +93 (0) 700 102 000 and select “Consular services for British nationals” asap to confirm their departure plans.https://t.co/Z0H3QVJK5A
— UK in Afghanistan (@UKinAfghanistan) August 6, 2021
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د اګست پر شپږمه يو خوا د افغانستان د نيمروز ولايت مرکز زرنج ونيوه او بلخوا يې د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په کابل کې وواژه.
اخوا د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اګست پر شپږمه پخپله غونډه کې په افغانستان کې پر امنيتي حالاتو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې افغان جګړه خونړي پړاو ته داخله شوې ده.