پاکستان کې افغان کډوالو ته د سمارټ کارډ ورکولو بهیر روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د پینځو کلونو تر ځنډ وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د نويو کارډونو نېټه به د ۲۰۲۳ز کال په جون کې بشپړېږي. اداره زیاتوي چې د دې بهیر ترسره کولو لپاره یې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه جوړ کړي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.