د پاکستان وزيراعظم وايي، له سعودي عربه ۶۲ پاکستاني بندیان هېواد ته ستانه شوي دي.
عمران خان د جولای پر ۲۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د ده په امر د بندیانو هېواد ته د ستنولو لپاره د پیسو بندوبست وشو او په ځانګړې الوتکه کې پاکستان ته ورسېدل چې له خپلو کورنیو سره اختر ولمانځي.
On my instructions, funds were arranged & a special flight brought back 62 prisoners from KSA today, so they could be back with their families for Eid. Helping Pakistanis in prisons abroad & assisting in their return to Pakistan is my govt%27s commitment to our people.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) July 20, 2021
وزيراعظم يا نورو چارواکو دا نه دي ویلي چې هغه کسان په کوم تور زندانیان ول.
تر دې مخکې د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي ول چې سعودي وليعهد په هغه هېواد کې د ۲،۱۰۷ پاکستانیو بنديانو د خوشې کولو حکم کړی دی.
نوموړي ویلي ول چې محمد بن سلمان دا ګام د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه اخیستی دی. خو ریاض هغه مهال پر دې موضوع رسماً څه نه ول ویلي.
په ۲۰۱۷ز کال کې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیانو په اړه د سېنېټ کمېټۍ ویلي ول چې له هېواده بهر له زرګونه بندیانو څخه یې زیاتره د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په زندانونو کې دي.
هغه مهال د کمېټۍ مشر باز محمد مشال راډیو ته ویلي ول چې ده ته مکمل شمېر نه دی معلومه خو زياتره کسان د نشه يي توکو د قاچاقولو په تور نيول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې وه چې زیاتره بندیان ګیله کوي چې هلته پاکستاني سفارتونه ورسره مرسته نه کوي.