د پښتو ژبې نوموتي ليکوال نصیر احمد احمدي د جولای په لسمه ساه ورکړه. ۴۷ کلن احمدي په ناول او کیسه لیکلو کې د ځانګړي سبک خاوند وو او ډرامې یې هم ليکلې دي.
د احمدي اوښي او د ترور زوی عصمت څاروان پر فېسبوک ليکلي چې احمدي د کورونا وایرس نښې درلودې او له همدې امله په روغتون کې بستر شو. نوموړی په غزني کې وو او درې ورځې مخکې کابل ته د نورې درملنې لپاره وړل شوی وو خو حالت یې ښه نه شو.
نصیر احمد احمدي د فتحالله احمدي زوی وو چې په په ۱۹۷۴ کال کې د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په ملک غلام رسول کلا کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. زدهکړې یې په غزني، کابل، پېښور او نورو ځایونو کې خورې ورې کړې دي.
بغدادي پير ناول چې نصیر احمد احمدي ته یې ډير شهرت ورکړ
د نصیر احمد احمدي ۲۵ کتابونه چاپ شوي چې ۱۵یې ناولونه، نور یې لنډې کیسې یا د ادب پوهنې او ټولنیزو مسایلو د نورو څانګو اړوند موضوعات دي. د نصیر احمدي د ډېری ناولونو موضوعات د ټولنې ناخوالې او وطنپرستي وه.
د هغه يو ناول بغدادي پير ډير مشهوره وو او څو ځل چاپ شوی دی. دغه ناول اردو ته هم ژباړل شوی دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جولای په لسمه په يوه خبرپاڼه کې د پښتو ناول لیکنې په برخه کې د نصیر احمد احمدي هڅې ستایلي او ویلي یې دي: "نوموړي په خپلو ليکنو کې لوستونکي تعادل، منځلاریتوب او د افغانستان پرمختګ ته بلل، مړينهيې پښتو ادب ته لويه ضايعه ده."
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نصیر احمد احمدي پر مړینه خواشیني ښوولې ده او د هغه مړينه یې د پښتو ادبیاتو لپاره نه جبرانېدونکې ضايعه بلله.
یو شمېر افغان لیکوالانو او د احمدي د ناولونو خوښوونکو هم په ټولنیزو رسنیو د نصیر احمد احمدي په مړینه ژوره خواخوږي څرګنده کړې.