د پښتنو جرګې: د بنو جرګه به څه اغېز ولري؟

بنو کې درې میاشتې وروسته د پښتنو درې ورځنۍ لويه جرګه کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې درې مياشتې وروسته به د خيبر پښتونخوا په بنو کې پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" د حل په موخه جرګه کوي.

نوموړي دا اعلان د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټرعثمان خان کاکړ د جنازې مراسمو لپاره راغونډو شويو لسګونه زره کسانو ته وکړ.

درې ورځې به کښينو، د قام مسايل به بيانوو او حل به يې راباسو.
محمود خان اڅکزی

اڅکزي زياته کړه چې دوه کاله مخکې يې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، علي وزير او د عوامي نېشنل ګوند ملګرو ته دا خبره کړې وه چې دا قام جرګه غواړي.

"په بنو کې درې ورځې د پښتانه قام جرګه کوو. ټول پښتانه علما، ټول پښتانه سياسي ګوندونه، پي ټي اېم او نور، ټول به کښېنو، د قام مسايل به بيانوو او د هغو حل به راباسو."

محمود خان اڅکزي له دې وړاندې د ۲۰۱۸ز کال د ډېسېمبر پر دوهمه د عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) د ۴۵م تلین لمانځغونډې ته په وینا کې هم غوښتنه کړې وه، چې بايد د پښتنو یوه لویه جرګه را وبلل شي.

د عثمان کاکړ د جنازې مراسمو غونډې ته په وينا کې منظور پښتين هم د جرګې غږ وکړ او زياته يې کړه چې د پښتنو د "روانو مرګونو او شهادتونو" د مخنيوي لپاره يوه جرګه پکار ده.

د قام مفاد دا دی چې ټول پر يو ځای احتجاج وکړو.
منظور پښتين

"د چا قيديان دي. چاته شهيدان ورکول کېږي. راشئ کښينو سره، راشئ جرګه شو سره. که ته په يو ځای احتجاج کوې او زه په بل ځای احتجاج کوم، د قام مفادات دا دي چې ټول پر يو ځای احتجاج وکړو."

پښتين هم د محمود خان اڅکزي په څېر له دې وړاندې څو ځله د پښتنو د يوې جرګې وربللو وړانديز کړی دی.

اخوا د جعيت علما اسلام فضل الرحمان ډلې يو مخکښ او د پاکستان په سېنېټ کې د دې ګوند يو استازی مولانا عطاوالرحمان وايي، چې له پښتونخوا ملي عوامی ګوند سره تر مشاورت وروسته به ګوري، چې د جرګې مهم نکات څه دي او څنګه به پرمخ ځي، خو نوموړی زياتوي چې په دې کې شک نشته چې د ستونزو حل د جرګې له لارې کېږي.

"د ستونزو حل په جرګو، مذاکراتو او ناستو کېږي. داسې نه ده چې لَوَړ را واخلې او مسلې حل کوې، په لَوَړو خو مسلې نه حل کېږي."

د پښتنو د قامي یووالي او دوی ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره په تېرو وختونو کې هم لویې جرګې شوې.

پاکستان کې د پښتنو قامي جرګې

د پښتنو د قامي يووالي او دوی ته د ورپېښو ستونزو د حل لپاره په تېرو وختونو کې هم لويې جرګې شوې دي چې وروستۍ هغه يې د ۲۰۲۰ز کال د مارچ پر ۱۰مه په باچا خان مرکز پېښور کې"پښتون قامي جرګه" وه.

په دې جرګه کې پر کوربه عوامي نېشنل ګوند سربېره، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل پارټۍ، جماعت اسلامي، قامي وطن ګوند، جمعيت علمای اسلام، مسلم لېګ (ن) او پيپلز ګوند مشرانو غړو ګډون کړی و.

په دغه يوه ورځنۍ جرګه کې ۲۱ غوښتنې وشوې چې د پښتنو پر خاوره د ترهګرۍ مخنيوی، قبايلو ته د ورپېښو ستونزو حل او د قبايلي اصلاحاتو عملي کول، د لادرکه کړل شويو کسانو موندل او د افغانستان د خپلواکۍ او خودمختارۍ احترام کول پکې شامل و.

د پښتنو ستونزې لا زياتې شوي، خو کمې شوې نه دي.
ميا افتخار حسېن

خو پوښتنه دا ده چې ايا د هغې جرګې غوښتنې ومنل شوې يا سر ته ورسېدلې او که نه؟ د عوامي نېشنل ګوند جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن وايي چې هغه يوه بريالۍ جرګه وه خو په عين حال کې دا مني چې د جرګې غوښتنې ځکه سر ته ونه رسېدلې، چې د کورونا وبا له خپرېدو او ټولبند لګېدو وروسته دوی په دې ونه توانېدل چې له پلان سره سم د هغې جرګې په تسلسل کې نورې جرګې وکړې.

"موږ چې کومې ستونزې په ګوته کړې وې او د هغوی لپاره چې مو کوم حل ښودلی و، هغه ډېر مناسب و، خو د کورونا وبا له کبله چې کوم برېک راغلی، نو په دې دروان کې ستونزې لا زياتې شوي دي، خو کمې شوې نه دي. اوس حالاتو او واقعاتو ته ګورو، چې دغه تسلسل موږ بيا جاري ساتلای شو او که نه."

ميا افتخار حسېن زياتوي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د بنو اعلان شوي جرګې له بلنې او تګلارې شريکولو وروسته به د ګوند دريځ روښانه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتنو جرګې: د بنو جرګه به اغېز ولري؟

د جرګې لپاره د بنو انتخاب

دا چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتنو د کومو ستونزو د حل لپاره جرګه وربلي او د دې جرګې لپاره يې ځای ولې بنو وټاکه؟ د ګوند وياند رضا محمد رضا وايي، چې محمود خان اڅکزي له دې وړاندې هم د ټول پښتون قام جرګې خبره کړې وه، خو دا ځل يې د منظور پښتين د هغې خبرې په تاييد کې اعلان وکړ چې د ده په خبره پښتانه هر ځای مري او بېل بېل احتجاجونه کوي، نو يوه قامي جرګه به کښېني چې د دوی ټولې ستونزې په ګوته کړي او هغوی ته د حل لاره راوباسي.

د ۱۹۴۷ز کال د جون پر ۲۱مه هم په بنو کې د پښتنو قامي جرګه شوې وه.

رضا زياتوي چې بنو له جغرافيايي پلوه د ټولو پښتني سيمو لپاره يو مرکزي حثيت لري او تګ ورته اسانه دی. د نوموړي په وينا بل پلو پر دې سيمه د پښتنو تاريخي ناسته هم شوې ده.

"په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان له جوړېدو او د هند د ازادۍ پر مهال د باچا خان خدايي خدمتګار تحريک، د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي انجمنِ وطن او د ايپي فقير مبارزې او داسې نورو تحريکونو د فرنګي پرضد تر ټولو لويه قرباني ورکړه خو څه په لاس رانغله. هغه وخت د ۱۹۴۷ز کال د جون پر ۲۱مه هم په بنو کې د پښتنو قامي جرګه شوې وه."

پښتنو د خپل تاریخ په اوږدو کې یو شمېر لویې پرېکرې د جرګو له لارې کړې دي.

د بنو جرګې تاريخي شاليد

د ۱۹۴۷ز کال د جون پر درېيمه د هغه وخت د هند وايسرای لارډ ماونټ بېټن د هندوستان د وېش پلان وړاندې کړ چې وروسته د همدې کال په اګست مياشت کې هند او پاکستان د دوو نويو هېوادونو په څېر رامنځ ته شول. خو پښتنو مشرانو د دې پلان او هغې ټولپوښتنې مخالفت وکړ چې له مخې يې بايد د هغه وخت صوبه سرحد وګړيو په هند او پاکستان کې د يوه انتخاب کړی وای چې پکې شامل شي.

په بنو کې د پښتنو په يوه لويه جرګه کې د خپلواک هېواد "پښتونستان" اعلان وشو چې میرزالي خان (ایپي فقیر) يې مشر وټاکل شو.

همدې ته په کتو د ۱۹۴۷ز کال د جون پر ۲۱مه په بنو کې د پښتنو په يوه لويه جرګه کې د خپلواک هېواد "پښتونستان" اعلان وشو چې د قبایلو یو مبارز میرزالي خان (ایپي فقیر) يې مشر وټاکل شو. که څه هم د دې نوي هېواد بيرغ هم جوړ شو او په افغانستان کې ډېر کلونه د جون پر ۲۱مه د پښتونستان ورځ لمانځل کېدل، خو د انګرېز او پاکستان سرکار لخوا د دې اقدام د مخنيوي په نتيجه کې د پښتونستان د سیاسي او حقوقي ایجاد لپاره عملي ګام پورته نه شو.

د جرګې اغېز:

د سياسي او ټولنيزو چارو شنونکی اياز وزير وايي چې جرګې د پښتنو په تاريخ کې ډېر غوره مقام لري او پښتون قام همېش خپلې ستونزې د جرګې له لارې هوارې کړې دي.

داسې په اسانه د جرګې خبره هيڅوک نه ماتولای او نه يې له پامه غورځولای شي.
اياز وزير

دا چې د پاکستان حکومت يا رياستي ادارې به د پښتنو د قامي جرګې پرېکړو ته تر کومه حده غاړه کښېږدي؟ اياز وزير زياتوي چې که پښتانه د يو قام په حيث په ګډه او اتفاق پرېکړه وکړي نو هغه ډېر لوی اغېز لري.

"که پښتنو د بنو په جرګه کې پر دې فيصله وکړه چې بې اتفاقي مو ډېره وکړه، اوس به اتفاق کوو، نو بيا به هغه خلک او ادارې چې فيصلې کوي، بيا به پر دې خبره سوچ وکړي چې د ټول پښتون خلاف د هغوی د مرضۍ بغير پر هغوی فيصله ورسپروو او که نه. دا بيا لوی منطقي انجام او اثر لري،

د پښتني جرګو تاريخ:

پښتنو د خپل تاريخ په اوږدو کې يو شمېر لويې پرېکړې د جرګو له لارې کړې دي. د ځينو جرګو له لارې حکومتونه رامنځ ته شوي او ځينې وخت بيا حکومتونو د مهمو پرېکړو لپاره ولسي جرګې کړې دي.

په ۱۷۰۹ز کال کې ميرويس خان هوتک لومړی د کندهار په کوکران او وروسته د کندهار د دامان ولسوالۍ په مانجه کلي کې جرګه وکړه چې هغه وخت د ټولو قومونو مشرانو نوموړی د پاڅون د مشر په توګه وټاکه.

د افغانستان يوه مهمه او برخليک ټاکونکې لويه جرګه د ۱۷۴۷ز کال په جولای مياشت کې د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې وشوه.

هغه وخت صفوي واکمن شاه حسین یو شمېر سیمې لاندې کړې وې او ګورجستانی ګورګین د کندهار واکمن ټاکل شوی و. د مشر په حيث له ټاکل کېدو وروسته ميرويس "نيکه" د ګورګین او صفوي دربار پر ضد پاڅون وکړ او ګورګين يې له منځه يووړ.

له دې وروسته د افغانستان يوه مهمه او برخليک ټاکونکې لويه جرګه د ۱۷۴۷ز کال په جولای مياشت کې د کندهار په شير سرخ بابا زيارت کې وشوه چې په پايله کې يې احمد شاه ابدالي مشر وټاکل شو چې نوموړي بيا وروسته د اوسني افغانستان بنسټ کښېښود او د دې هېواد د تاريخ تر ټولو لويه واکمني يې رامنځ ته کړه.