افغان ميرمني سولې ته ليواله دي: حسنا کوثر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سروې خبرونه کې له افغانستانه حسنا کوثر مېلمنه ده. نوموړې یوه سیاسي او مدني فعاله، شاعره، لیکواله او خبریاله ده. هغه په ننګرهار کې د دوه خېریه ادارو مشري کوي. یوه یې کیږدۍ مدني ټولنه ده چې هغو بې سرپرسته ښځو ته د تعلیم او ژوند زمینه برابروي چا چې میندې او پلرونه په جنګونو کې بایللی وي. حسنا د لارو کوڅو ماشومان او یتیمانان هم راټولوي او په خپلو ذرایعو او وسیلو سره ورته د تعلیم موقع ورکوي. بله اداره یې کوثر مدني ټولنه ده. دا ټولنه د هغو خویندو لپاره چې د شاعرۍ او لیکنې پټ استعدادونه لري، د صلاحیتونو د برسېره کولو لپاره یې کار کوي او ادبي هلې ځلې پرمخ وړي. د حسنا کوثر دوه کتابونه چاپ شوي دي چې یو یې ټپیزه کتاب دې. حسنا د نجونو تعلیم روزګار او ټولنیزو مشکلاتو د حل لپاره کار کوي. هغه د کورني تشدد، د نجونو په بدو کې ورکولو او دغه شان د نورو معاشرتي مسلو د حل لپاره کار کوي.  له حسنا کوثر سره ملیحې امیرزاده خبرې کړې دي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.