د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي دوحې ته ځي

د سولې د مرکچي پلاوي ځینې غړي

د افغانستان د دولت د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي د جون پر لومړۍ نېټه د قطر پلازمینې دوحې ته ځي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دولت د مرکچي ټیم غړي له پوره چمتووالي او غښتلې ارادې سره د خبرو ځای ته ځي.

د دغه سفر په درشل کې د سولې مرکچي ټیم غړیو په کابل کې د سولې کور سازمان له استازیو سره لیدلي دي.

دا هم وګورئ: افغان حکومت اوربند او خبرو ته حاضر دی: صالح

په ناسته کې ګډونوالو د مذاکراتي ټیم له غړیو وغوښتل چې پر دایمي اوربند ټینګار وکړي چې دا ډول تاوتریخوالی او د وینې تویول ختم شي.

د راپورونو له مخې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په تېرو دریو میاشتو کې یواځې دوه واره سره لیدلي دي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال په فېبروري کې د افغان سولې په اړه يو تړون وشو چې له مخې يې په افغانستان کې د يوشمېر طالب زندانيانو خوشې کول، په ۱۴ مياشتو کې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او بين الافغاني مذاکرات پيلول پکې شامل ول چې مستقل او جامع اوربند ته لاره هواره کړي خو لا هم بين الافغاني مذاکراتو څه ډول نتيجه نه ده ورکړې.