پر ډېورنډ کرښه د باړ اقتصادي اثرات

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان حکومت وايي، له افغانستان سره یې پر پوله د اغزن تار غځولو کار ۹۰ فیصده بشپړ کړی دی. اسلام اباد د ډېورنډ پر کرښه د کټارو لګول په ۲۰۱۷ز کال کې پیل کړي ول چې کابل یې مخالفت کړی وو او دا یې د دواړو خواوو د ولسونو د وېشلو عمل بللی وو. خو پاکستان وايي، د وسله والو د تګ راتګ مخنیوي او امنیت ټینګښت لپاره یې باړ لګولی. البته د کرښې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي چې د اغزن تار د لګېدو او پر پوله د تګ راتګ محدودېدو له وجې یې اقتصادي زیانونه ګاللي او کاروبارونه یې اغېزمن شوي دي. پر ډېورنډ کرښه د باړ لګېدو د اقتصادي اثراتو په اړه رپورټ دلته واورئ.