د خيبر پښتونخوا پوليسو د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړي نيولي

پي ټي اېم تر دې وړاندې هم په پېښور کې لویې جلسې کړې دي

په داسې حال کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ په اوومه نېټه په پېښور کې د جلسې اعلان کړی، پولیسو د یاد غورځنګ یو شمېر فعالان نیولي او د جلسې ځای یې هم پخپله ولقه کې اخېستی دی.

د جلسې منتظمې ثنا اعجاز د فبرورۍ پر شپږمه پر ټویټر بیان کې ویلي، د پېښور ډېپټي کمېشنر ته یې د جلسې درخواست کړی و خو داسې ښکاري چې حکومت اجازه نه ورکوي.

پي ټي اېم د فبرورۍ پر شپږمه د خپلو نیولو شوو فعالانو د شمېرې په اړه څه نه دي ویلي. خو ثنا اعجاز وايي، په نیولو شوو کسانو کې د پي ټي اېم د کور کمېټۍ غړي ملا بهرام او زبیر شاه هم شامل دي.

بل پلو، د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې د پېښور ضلعي انتظامیې ته یو لیک استولی چې پکې یې غوښتنه کړې چې پي ټي اېم ته دې د لوبو په میدان کې د مظاهرې اجازه ورنه کړل شي.

ټاکل شوې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د ارمان لوڼي د تلین او د هغوی د ځینو مشرانو د نیولو په غبرګون د پېښور د سپیریر ساینس کالج په لوبغالي کې خپله جلسه ترسره کړي.

خو د خیبر پښتونخوا د لوبو او د ځوانانو اداره وايي، د لوبو میدانونه د سیاسي وجوهاتو لپاره کارول مناسب کار نه دی.

د خیبر پښتونخوا د لوبو، کلتور او د ځوانانو د چارو د محکمې ډایریکټر اسفندیار خټک د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل:

"موږ ډېپټي کمېشنر ته یو لیک استولی چې پکې مو غوښتنه کړې چې د لوبو میدانونه دې د سیاسي هدفونو لپاره نه کارول کېږي، ځکه چې له دې سره د لوبغاړو ټاکلې لوبې اغېزمنې کېږي او میدان هم ورسره خرابېږي."

نوموړی وايي، جلسه کې د حکومت وي او که د مخالفو ګوندونو یا ډلو، پکار نه ده چې د لوبو په میدان کې دې ترسره شي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ د فبرورۍ پر شپږمه په پېښور کې مشال راډیو ته وویل، دا لومړی ځل نه دی، بلکې حکومت تر دې وړاندې هم د هغوی د هرې جلسې د مخنیوي لپاره بیلابېلې پلمې او حربې استعمالې کړې دي.

هغه وايي: "دوی تل همداسې کوي، اول د جلسې اجازه نه راکوي، بیا چې راکړي، د جلسې په ځای اعتراض کوي خو زموږ جلسه به په ټاکلي وخت او ټاکلي ځای کې ترسره کېږي."

محسن داوړ وايي، له جلسې وړاندې د پېښور له ډېپټي کمېشنر سره ګوري او د مسلې د هوارولو هڅه به کوي.

مشال راډیو په یاده موضوع د خبرو لپاره د پېښور د ضلعي انتظامیې د مشر ډېپټي کمېشنر علي اصغر سره بار بار اړیکه ونیوله خو هغوی خبرو ته حاضر نه شول. د یادې ادارې کوم بل چارواکي هم له موږ سره خبرې ونه کړې.

تر دې وړاندې هم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کومه غونډه د پاکستان په هره برخه کې شوې، حکومت ورته د بیلابېلو وجوهاتو له کبله د منع کولو هڅه کړې او له غونډو وروسته د پي ټي اېم مشران په دې تور نیول شوی چې ګواکې د حکومت ضد بیانونه یې ورکړي دي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، هغوی د اییني حقونو په استعمالولو سره جلسې ترسره کړي دي.