پاکستان کې د عربۍ ژبې زده کړو لازمي وګرځولو ته کتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان سېنېټ په اکثریت سره یوه قانوني مسوده منظور کړې ده چې له مخه یې په پلازمینه اسلام اباد او ورسره تړلو وفاقي تعليمي ادارو کې د عربۍ ژبې زده کړه لازمي ګرځول شوې ده. خو د تعلیم چارو ځینې پوهان او د حقونو مبارزین وايي چې باید زده کړې په مورنیو ژبو کې ورکړل شي او په پاکستان کې د ابادو قامونو قامي شناخت او تاریخي ژبې له پامه ونه غورځول شي. پر دې موضوع د کرښې پر غاړه کې بحث کوو خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.