په بوسنيا کې د مهاجرو ژوند

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بوسنیا هرزګوینا کې په لسګونه کډوال له سختې يخنۍ د بچ کېدو او لمبلو لپاره د اوبو ګرمو چينو ته ورځي. کډوال وايي، په بلزوج کېمپ کې د ګرمو اوبو سهولت نه شته خو د ایلیدزا په ښارګوټي کې د چينو اوبه ګرمې دي. دا د کډوالو لنډ مهاله استوګن ځای دی چې د بوسنیا تر واک لاندې دی خو د مهاجرت نړیوال سازمان يې چارې مخې ته وړي. د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو د بوسنیا پر چارواکو نیواکې کړي چې په ژمي کې زرګونه کډوالو او پناه غوښتونکو ته په اسانتياو ورکولو کې پاتې راغلي دي. نور په دې ویډیويي راپور کې