په ۲۰۲۰ز کال کې د ټېلېګرام د مستبدو رژیمونو پر وړاندې ودرېد

پر انټرنېټ د ټولنیزو او تماسونو ګڼې لارې جوړې شوې دي چې یوه یې ټېلېګرام نومېږي.

په ۲۰۲۰ز کال کې چې له محدودیتونو او ناامنیو ډک وو، ټېلېګرام هغو مستبدو رژیمونو ته چې غوښتل یې دا ټولنیزه شبکه بنده او خاموشه کړي، یو روښانه پیغام ورکړ.

دې ټولنیزې شبکې په ۲۰۲۰ز کال کې د یوه ایپ په جوړولو د ازادې وینا غږ اوچت کړ چې د استبدادي حکومتونو تر غوږونو پورې ورسېد.

په افغانستان کې د حکومت مخالفین او سیاسي فعالان د ازادو رسنیو له لارې خبرې کوي او عام افغانان هم د ټولنیزو شبکو له لارې کولای شي د حکومت پر اجراتو انتقادونه وکړي خو د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونو کې هغوی چې د خپل غږ اوچتولو جرات کوي، له ناوړه عواقبو سره مخامخ کېږي.

دا هم وګورئ: ایراني حکومت تر مظاهرو وروسته ټولنیزې شبکې تړلې دي

ټېلېګرام سږکال په بېلاروس کې د اپوزیشن له اعتراضونو نیولې، په روسیه او ایران کې پر ازادو رسنیو له محدودیتونو سره سره د ازادو مالوماتو تر خپراوي پورې، د نړۍ په کچه په ډېرو مسایلو کې مهم رول ولوباوه.

ټېلېګرام په دې هېوادونو کې د حکومت په مقابله کې د اپوزیشن تر ټولو اغېزناکه وسیله وه او هغه مهال یې شهرت نور هم زیات شو چې روسي چارواکو د دې شبکې د بندولو لپاره له دوو کلنو بې ګټې هڅو وروسته، له دې هلو ځلو لاس په سر شول او حتی جګپوړو چارواکو یې په خپله کار ترې واخیست.

په بېلاروس کې د اګست نهمې د انتخاباتو په درشل کې چې د اپوزیشن بېوسي کاندیدان د دې هېواد د واکمن الېکساندر لوکاشینکا پر ضد درېدلي ول، چارواکو د مخالفینو د ټېلېګرام اکاونټونو د چلوونکو د وېرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو داسې وخت هم راغی چې لوکاشینکا د ټېلېګرام اغېز او زور ومانه او په خپله یې د ټېلېګرام د دولتي اکاونټ کارول پیل کړل.

د بېلا روس په سر ښار منسک کې د ډېسېمبر پر ۲۰مه خلکو احتجاجي لاریون وکړ

له ټېلېګرام څخه یوازې مظاهره چیانو او خپلواکې رسنۍ کار نه اخلي بلکې ترهګرې، کرکې خپروونکې او نورې ورانکارې ډلې یې هم له خوندي ډله ییز چټ څخه، خلکو ته له سانسور پرته د خپلو پیغامونو د رسولو لپاره کار اخلي.

مسکو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په پلمه د هغو کسانو د معلوماتو کلي غوښته چې روسي چارواکو ترهګري بلل.

په دې ترڅ کې یې له هرڅه مخکې د ټېلېګرام د هغې تبصرې د لیکوال په اړه معلومات غوښتل چې دوی ویل په ۲۰۱۷ ز کال کې یې په سانټ پیترزبورګ کې انتحاري برید وکړ.

پر ټېلېګرام له پراخو سره سره اوس هم د تاوتریخوالي، جنایت او ناوړه چلند ښودونکي مطالب خپرېږي.

دا هم وګورئ: په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارونه او اغېز یې

یو شمېر چینلونه په نیو زیلینډ کې پر یوه جومات د برید پوره ویډیو ښيي.

په ښوونځیو کې د ډزو د پېښو، په لارو کوڅو کې پر خلکو د ګولیو او چړو د ګوزارونو او وهلو ټکولو او نورو ناروا کارونو بشپړې ویډیوګانې هم پر ټېلېګرام موندل کېږي.

د مثال په توګه، په یوه ویډیو کې یو نامتو بدمعاش د پیسو په بدل کې خپله د ژوند ملګرې تر صفر په ټېټه درجه یخنۍ کې له کوره باسي.

د ۲۰۲۰ز کال په اوږدو کې پرله پسې دا انتقاد کېده چې ټېلېګرام د داعش په څېر د ورانکارو ډلو د ناوړه تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه کوي خو وروسته یې پر داعش ډلې د څار داسې یو سېسټم جوړ کړ چې د ترهګرو ډلو د تبلیغاتي مطالبو ضد یې هره ورځ وروستي مالومات خپرول.

د اروپايي ټولنې پولیسو یوروپول د ۲۰۱۹ز کال په پای کې د دې اقدام په ملاتړ غږ اوچت کړ او ویې ویل چې ټېلېګرام د تشدد، جنایت او ناوړه فعالیتونو ځای نه دی.