په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاجي لاریون کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د خبریالانو ټولنو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی. په اسلام اباد کې احتجاج کوونکو د نومبر پر ۱۱مه وویل، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو جبري برطرفیو او پر رسنیو د نااعلان شویو بندیزونو او محدودیتونو ضد دی. د پاکستان حکومت د خبریالانو تازه احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا پر رسنیو د محدودیتونو تور رد کړی او وزیراعظم عمران خان وايي، د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. ویډيو وګورئ.